نښي نښاني
کويډ ۱۹ مختلف خلق په مختلفو طريقو متاثره کوي په کومو کښي چي کمه، درميانه او سخته بيماري شامله ده ۔ په زياتره خلقو کورونا وائرس کم اثر کوي او ځني خلق داسي وي چي دي بيماري سري د هغوي ژوند په خطره کښي شي۔نرم علامات : مري تخنيدل کوم چي په عامي نزلي زکام کښي کيږي۔ مري خوږيدل او د لږ وخت دپاره ءتبه وچ ټوخي سټړي کيدلدرميانه علامات : سګي سوزيدل د سيني د دړد سره لږه نمونيا او ټوخي تبه اوټوخي سټړي کيدل او د سر دړد خيټه خرابيدل د خلي خوند ختميدل او په څه قسمه بوي نه پوهيدل۔ سخت علامات : سخته نمونيا ساه اخستو کښي تکليف ساه لنډيدل سينه کښي دړډ او په سينه زور د شونډي او د مخ رنګ توريدل د کمو علاماتو مريض کوم چي صحت مند وي هغه په کور کښي د کويډ ۱۹ نه روغيدے شي ۔ د نرم علاماتو مريضان کوم چي ډير عام دي او په عامه توګه د اووه تر څوارلس ورځو برابر علاج او مانیټرنګ سره دي بيماري د کويډ ۱۹ يا د دي نوﺭ سختيدو نه بچ شي۔ د زياتو علاماتو رنځوران په فري توګه په هسپتال کښي داخلول، هغوي ته اکسيجن پوره کول او د پوهه ډاکټرانو د نظر لاندے ضروري دي
